امنیت

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معين د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ له سیاسي سلاکارې سره وکتل

کابل -باختر د مرغومي دمياشتې٢٨مه
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین پرون د خپل کار په دفتر کې په بروکسل کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندانۍ له سیاسي مشاورې کترین رویل سره وکتل.
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمان رحمان د ناټو ځواکونو له مرستو او همکاریو مننه وکړه ویې ویل، د پولیسو ځواکونه د امنیت دټینګښت په موخه شپه او ورځ هڅه کوي چې د خپلو خلکو لپاره ډاډمن امنیت تامين کړي نو موږ د ناټو ځواکونو له تېرو مرستو او همکاریو مننه کوو او هیله لرو چې د ملي پولیسو لاسته راوړنو ته په پام کې نيولوسره دناټوځواکونو د ملي پولیسو د ظرفیتونود لوړولو په برخه کې خپلو نورو مرستو ته دوام ورکړي.
وروسته په بروکسل کې د ناټو ځواکونو دعمومي قوماندانۍ سیاسي سلاکارې د کورنیو چارو وزارت کاري پلانونه وستایل ویې ویل، دناټو ځواکونه به د خپلو ژمنو سره سم له افغان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه له افغان ملي پولیسو سره د پیاوړتیا، روزنیزو، بیارغونې او نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي او تل به خپلې سالمې مشورې، نظريې او وړاندیزونه له افغان ملي پولیسو سره شریکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته