کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين سترجنرال عبدالرحمان رحمان نن هرات ته لاړ.
د هرات امنيتي مسوولينو د کورنيو چارو وزارت د امنيتي معين د سفر موخه د هرات د امنيتي وضعیت ارزونه بللې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د هرات له والي عبدالصبور قانع سره وکړه، د هرات والي د طالبانو پر وړاندې د امنيتي او دفاعي ځواکونو مېړانه وستايله او ډاډ يې ورکړ چې د ځانګړو قطعاتو ځواکونه به دښمن وځپي.
د هرات والي د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د نظام د ملاتړ روحيه وستايله او د افغان ځواکونو د عملياتو د برياليتوب ډاډ يې ورکړ.
ختم-ج-ا
2 د یوې دقیقې څخه لږ