ټولنه

د کورنیو چارو وزارت د عامې محافظت معین پکتیا ته سفر وکړ

ګردیز  باختر د چنګاښ ۲۶ مه
د کورنيو چارو وزارت د عامې محافظت معين پاسوال عبدالرزاق اميري پکتيا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي شميم خان کټوازي سره وکتل.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې:
په دې  کتنه کې دواړو لورو د مچلغو بند په ساحه کې د عامې محافظت د ځواکونو د پوستو پر ځواکمنتیا  او په سيمه کې د دښمن د فعاليت د مخنيوي پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته