د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې ریاست موظفینو د انسان تښتونې قاچاقبران او د جعلي ډالرو د کارولو په تور ۷ تنه ونیول

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې ریاست موظفینو د انسان تښتونې قاچاقبران او د جعلي ډالرو د کارولو په تور ۷ تنه ونیول.
باختراژانس ته د کورنیو چاو وزارت مطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې،
د کورنیو چاو وزارت ويندوى صدیق صدیقي او د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې رییس مل پاسوال عبدالرحمن رحیمي پرون د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خبریالانو ته د یادو نیول شوو مجرمینو په اړه وویل چې د نیول شوو له ډلې نه درې تنه د انسان قاچاقو ، درې تنه یې د سل زره امریکايي جعلي ډالرو د کارولو او یو تن یې د غیرقانوني کړنو او بډې اخیستلو په تور نیولی دی.
د دوﺉ په وینا درې تنه هغه سړي تښتوونکي قاچاقبران دي چې ۴۰ تنه کوچني ماشومان یې ایران ته د قاچاقو په مقصد بیول او هلته یې د ناسمو عملونو له مخې د نورو د ګټو ښکار ګرځول.
دغه راز درې تنه نور یې د سلو زرو امریکايي جعلي ډالرو د کارولو په تور او یو تن بل یې د غیرقانوني کارونو او بډې اخیستنې په تور نیولی چې د نیول شوو ټولو مجرمینو دوسې تر څیړنې لاندې دي او ډېر ژر به د خپلو عملونو په سزا ورسیږي.