خبرونهامنیت

د کورنیو چارو وزارت اړوند لسګونه نظامي وسایط بیا ورغول شول

کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت اړوند د څرخي پله په تخنیکي او اساسي ورکشاف کې لسګونه نظامي وسایط تر رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د تامیناتي چارو مرستیالۍ اړوند لوژستیک لوی ریاست د څرخي پله په تخنیکي او اساسي کنډک کې د تخنیکي پرسونل په مرسته ګڼ شمېر نظامي وسایط چې رینجر او هاموې موټړ په کې شامل دي بیا رغولي دي.

یاده دې شي چې له دې وړاندې هم په دغه کنډک کې لسګونه عرادې نظامي موټرو بیا رغول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته