د کورنیو چارووزارت د امنیتی چاروسترمعین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د میدان وردګوولایت د ملی پولیسو روزنیزمرکزوکوت
کابل باختر دليندي اته ويشتمه
د کورنیو چارووزارت د امنیتی چاروسترمعین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د میدان وردګوولایت د ملی پولیسو روزنیزمرکزوکوت. د په هغه غونډه کی چی له همدی امله جوړه شوی وه ، لومړی د دغه مرکزقوماندان سمونوال جلال الدین رګبارد خپلوکارونواولاسته راوړنوپه اړه معلومات ورکړل زیاته یی کړه چی د فراغت پدی دوره کی ۴۲۴ تنه ساتنمنانو اوسربازانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.وروسته د کورنیوچارووزارت د ښوونی اوروزنی د لوی قوماندانی مرستیال مل پاسوال سردارمحمد کوهدامنی د خپلوخبروپه ترڅ کی د دغوساتنمنانواوسربازانوفراغت اود هغوی یوځای کیدل د ملی پولیسوپه لیکوکی یوه ستربریا ووبلله اوله هغوی څخه یی وغوښتل چی د خپلوزده کړوڅخه په عمل کی پوره ګټه پورته کړي.په همدی حال کی د کورنیو چارووزارت د امنیتی چاروسترمعین سترپاسوال عبدالرحمن رحمن خبری وکړی اونویوفارغاتوته یی د مبارکی په ویلوزیاته کړه چی له نیکه مرغه ملی پولیس دهرى ورځی په تیریدلوسره پیاوړی کیږي اوپه هیواد مین ځوانان ډلی ډلی د ملی پولیسو لیکوسره یوځای کیږي . د کورنیوچارووزارت مشرتابه هوډکړی دى چی روزل شوی او مسلکی پولیس ټولنی ته د خدمت په موخه وړاندی کړي. د تاسوروزنه او فراغت له دی مرکزڅخه زمونږه د هوډ یوه بیلګه ده. تا سونده لری چی په ټولنه کی دهرازناخوالوپه وړاندی مبارزه وکړی او هیوادوالوته د سوله ایزژوند زمینی برابری کړی. غونډه د کورنیو چارووزارت د سترامنیتی معین له لوری د بری لیکونواوستاینلیکونوپه ویشلوپای ته ورسید.