امنیت

د کورنيو چارو په وزارت کې نوې ټاکنې

کابل باختردسلواغې مياشتې ١٣مه نيټه :
د کورنيو چارو په وزارت کې کادري بدلونونو رامنځته شوي دي .   
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې  جمهوري رياست د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال په توګه د عبدالصبور قانع، د ستر امنيتي معين په توګه د خوشحال سادات او د کورنيو چارو وزارت له تروريزم سره مبارزې د رئيس په توګه د ماهر يعقوبي د ټاکنې په باب د کورنيو چارو وزارت وړانديز تاييد کړى دى.
دغه چارواکي نن د جمهوري رياست د ملي امنيت د سلاکار او د کورنيو چارو وزارت د سرپرست حمدالله محب له خوا د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شول او په کار يې پيل وکړ.
مخکې له دې جانان بارکزي د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال په توګه، اختر محمد ابراهيمي د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين په توګه او نجيب امان ددغه وزارت له تروريزم سره د مبارزې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.
پاى ج د

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته