امنیت

د کورنيو چارو په وزارت کې نوى تشکيلاتي جوړښت

 کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٣  :
د کورنيــــو  چارو وزارت په وړانديز  او د جمهوري رياست  د عالي مقام په منظورۍ  د امنيتي بنسټونو د واحدې  سوق او ادارې  ، همغږۍ او ګډ تفاهم دتامينولو په مقصد  اته ساحوي زونونه په دې  ډول  جوړ شوي دي  :
١_  دکابل ولايت  د ١٠١ ساحوي زون .
٢_  د ٢٠٢ شمشاد ساحوي زون  چې  دننګرهار ، کونړ، نورستان ، لغمان ، پروان، کاپيسا او د پنجشير ولايتونه  پکې شامل دي .
٣_  د ٣٠٣ سپين غر ساحوي زون  چې  دپکتيا ، خوست ، لوګر ، ميدان وردګو ، پکتيکا ، غزني  او دباميانو ولايتونه پکې شامل دي  .
٤_   د ٤٠٤ ميوند ساحوي زون  چې د قندهار ، روزګان، زابل او ددايکندي ولايتونه  پکې شامل دي .
٥_  د ٥٠٥ بست ساحوي  زون  چې  دهلمند او نيمروز ولايتونه پکې شامل دي.
٦_  ٦٠٦  انصار ساحوي زون  چې د هرات ، بادغيس ، فراه  او غور ولايتونه پکې شامل دي .
٧_ د  ٧٠٧  پامير ساحوي زون  چې دبلخ ، سمنګانو،  جوزجان ، سرپل  او فارياب ولايتونه پکې شامل دي .
٨_ د ٨٠٨  سپين زر زون  چې دکندز  ، تخار ، بغلان او بدخشان ولايتونه پکې شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته