کابل – باختر دکب دمياشتې ١
پر ښځو دجنسي تيريو د قربانيانو د ملاتړ په مقصد درې ورځنۍ کارګاه
چې دکورنيو چارو وزارت دجندر او دبشر دحقوقو او ماشومانو د رياست له
خوا جوړه شوې وه پرون دتصديق ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيده .
باختر آژانس د کورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې :
په دې ورکشاپ کې د تاوتريخوالۍ د ډولونو ، په ښځو دجنسي تيريو په مخنيوى کې داسلام مبين دين د رول ، په ښځو دجنسي تيريو دجنايتونو په اړوند د نافذو قوانينو د رول او د اړوندو ارګانونو د مسوولينو او مکلفيتونو په باب د هيواد دولايتونو، د بشر دحقوقو اته ويشتو تنو مديرانو ، څارنوالانو او مدافعو وکيلانو، د مدني ټولنې او د استعدادونو د ودې دموسسې دمسوولينو له خوا لوست ورکړل شول.
0 1 دقیقه لوستل