امنیت

د کورنيو چارو يو افسر په پروان کې شهيد شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه  :
دکورنيو چارو وزارت يو افسر  نن  په پروان ولايت کې  شهيد کړاى شو.
د پروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ   دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دمديريت سرپرست  فرهاد هاشمي باخترآژانس ته وويل ؛  چې دکورنيو  چارو وزارت دپيژنتون افسر محمداصف  کله  چې د پروان ولايت  دسيدخيلو ولسوالۍ له بازار څخه خپل کور ته روان  و  دسيدخېلو ولسوالۍ د رسول داد خېلو په کلي کې  دده دسپرلۍ په موټر  دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې اوشهيد کړاى شو.
هاشمي زياته کړه چې د دغې پيښې دعاملينو دپيژندلو په خاطر دپوليسو څېړنې پيل شوي دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته