کابل / باختر د لړم د مياشتې ١١ :
ولسي جرګې نن دکورنيو چارو د وزير د استيضاح مسئله ترلاس لاندې ونيوله.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د کورنيو چارو د وزير نورالحق علومي د استيضاح مسئله به نن په يوه غونډه کې په داسې حال کې چې په خپله هم په مجلس کې حاضر دى؛ ترسره شي .
پخوا د استازو مجلس دکورنيو چارو وزير په هېوادکې د نا امنيو د پراختيا په دليل څو ځلې استجواب کړى دى؛ خو په پاى کې د ولسي جرګې غړو د کورنيو چارو د وزير په استيضاح رايه ورکړه .
د استازو د مجلس رئيس عبدالرووف ابراهيمي وايي چې د استيضاح هدف د صلاحيت د سلب مانا نلري .
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د مجلس ٢٤٠ تنه غړي حاضر دي او که چيرې له دې جملې څخه ١٢١ تنه د کورنيو چارو د وزير پرخلاف رايه ورکړي؛ د کورنيو چارو په وزارت کې د ښاغلي علومي د کار د دوام څرنګوالى به تر پوښتنې لاندې ونيول شي.