امنیت

د کورنيو چارو وزير: ملي پوليس د نورو امنيتي ارګانونو ترڅنګ د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو دامنيت دتامينولو لپاره چمتو دي

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
په داسې حال کې چې دجمهوري رياست انتخابات دويم پړاو ته  وغځيدل ، دکورنيوچارو وزير نن دامنيتي حالاتو دڅيړنې او دتروريستي ډلو داحتمالي تحرکاتو دمخنيوي په باب يوه امنيتي غونډه جوړه کړه .
د کورنيو چارو وزارت دويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه غونډه دکورنيو چارو دوزير محمد عمر داودزي په مشرۍ  اوددغه وزارت  دسترامنيتي معين  سترپاسوال محمدايوب سالنګي  او نورو معينانو  او ددغه وزارت دعمومي  رئيسانو او دسترو قوماندنانوپه ګډون جوړه  شوې وه .
په دې غونډه کې ستر امنيتي معين وويل  :  دافغانستان دخلکو دښمنان نه شي کولاى دهېواد ترقۍ اوپرمختګ مخه ونيسي  امنيتي ځواکونه په تيره بيا ملي پوليس دتروريستي بريدونو دشنډولو  په لاره کې  پوره تيارى لري .
په همدې حال کې  دکورنيو چارو وزير  دهېواد په مرکز اوولايتونو کې دامنيتي حالت دښه والي ، ددښمن داحتمالي ورانکارو فعاليتونو دمخنيوي  اود هر راز تروريستي فعاليتونو دشنډولو په لاره کې  دکورنيو چارو  وزارت دکشفي او امنيتي بنسټونو دامنيتي پروګرامونو  دڅيړنې په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې دهيواد نازک حالت ته په پاملرنې سره دکورنيو چارو وزارت  مشرتوب په ټول توان  سره  دهېواد امنيتي حالت دښه والي او د هر راز ورانکارو ا وتروريستي فعاليتونو دمخنيوي په لاره کې چې دافغانستان له پولو اخوا څخه طرحه کېږي دخپلو کاري پروګرامونو دعملي کولوپه مقصد هڅه او هاند کوي.
په  دې غونډه کې دکورنيو چارو  وزير دپوليسو مشرتابه او جګپوړو قوماندانانو ته
لارښوونه وکړه چې دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويم پړاو دترسره کولو په لاره کې چې نن  دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون له خوا درسنيو په وړاندې په يوه خبري غونډه کې اعلام شول ، بشپړتياري ولري .
دکورنيو چارو وزير دملي پوليسو په بشپړۍ بيطرفۍ باندې په ټينګار سره زياته کړه چې ملي  پوليسو به دنورو امنيتي ځواکونو ترڅنګ دجمهوري رياست  ددويم پړاو دترسره کولو دامنيت په تامينولو کې له هيڅ رازسرښندنې او قربانۍ څخه  ډډه  ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته