کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١١ :
د کورنيو چارو وزير د کابل د پرونۍ تروريستي پيښې د ټپيانو د احوالو پوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د هېواد دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد د پوليسو په٣٠٠ بستريز او د سردار محمد داوودخان په روغتونونوکې د دغې پيښې د ټپيانو دحالت د پوښتنې په وخت کې وويل چې ډار اچوونکي طالبان په هيچا رحم نه کوي او يوځل بيا يې وښودله چې دوى مسلمانان نه دي او د اسلام د مقدس دين او د روژې د مبارکې مياشتې هيڅ درناوى نه کوي.
د کورنيو چارو وزير چې د ملي پوليسو د ځواکونو روحيه د ډار اچوونکو د تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره کمزورى شوى نه دى او دغه ځواکونه په لوړې روحيې سره د خپل هېواد او خلکو دفاع کوي او چمتو دي چې د هر راز امنيتي چلنجونوپه وړاندې په جديت سره مبارزه وکړي.
د کورنيو چارو وزير ژمنه وکړه چې د افغانستان د ملت د شهيدانو د وينې غچ به د تروريستانو د ملاتړو او د دغه ملت له قسم خوړلو دښمنانو څخه واخلي او اړوندو مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې د دغې تروريستي پيښې د شهيدانو له پاتې کسانو او ټپيانو سره مرسته وکړي او د دغې پيښې د ټپيانو حالت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د کورنيو چارو وزير يوکميسيون موظف کړ چې دهغې تروريستي پيښې د څرنګوالي په باب چې دکابل ولايت د کمپنيو په ساحه کې رامنځته شوه؛ په بشپړجديت سره وڅيړي او د لازمو اقداماتو په خاطر دې خپل رپوټ د کورنيو چارو وزارت مشرتابه ته وړاندې کړي.
2 1 دقیقه لوستل