امنیت

د کورنيو چارو وزير د انتخاباتو د امنيت دتامينولو ډاډ ورکړ

 کابل باختر دتلي  شپږ ويشتمه :
دکورنيو چارو وزير  ويس احمد برمک  پرون په يوه  خبري غونډه کې  وويل چې ،امنيتي ځواکونه  په کافي اندازه د انتخاباتي  بهيرونوپه تېره بيا  په ټول  هېواد کې دانتخاباتو دترسره کولو د امنيت د تامينولولپاره موظف  کړى شوي دي .
د انتخاباتو د کمېسيون مسوولانو هم ويلي دي د امنيتي بنسټونو مسوولينو هم ډاډ ورکړى دى چې د راروانې شنبې  د ورځې  د انتخاباتو د امنيت  تامينولو لپاره يې شپږ شپيته زره تنه پوځيان ګومارلي دي .
د باخترااژانس د خبريال دخبرله مخې ، دکورنيو چارو  وزير په دې غونډه کې وويل چې ، امنيتي ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې  د راى ورکونې د پنځه زره اويا مرکزونو د امنيت د تامينولو لپاره تيارى نيولى دى .
د ده دڅرګندونوله مخې د امنيت په تامينولو کې د هېوادوالو رول اغيزمن دى او له خلکو څخه يې وغوښتل  چې هر راز مشکوک  حرکت دې له دولتي ځواکونوسره شريک کړي .
دغه راز د ملي دفاع وزير طارق  شاه بهرامي  ويلي دي چې د افغانستان د ملي  اردو منسوبين  د دغې  ملي پروسې د امنيت د تامينولو مسووليت په غاړه لري اوموږ د يو هېوادوال  په توګه د دې حق لرو چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړو  خو د دې حق نه لرو چې د يومشخص  نوماند ملاتړ وکړو
ده هم په راروانوپارلماني انتخاباتو کې د هېواد د پوځيانو په بې پرې  والي ټينګار وکړ .
د ملي دفاع وزير وايي: هغه پوځيان به چې په انتخاباتو کې د يوه مشخص نوماند په ملاتړاقدام وکړي وشړل شي  او تر قضايي  څارنې لاندې به ونيول شي.
په همدې حال کې د انتخاباتو  خپلواک کمېسيون ټينګارکوي که چېرې  کوم نوماند له مقرراتو څخه سرغړونه وکړي  او په يو ډول نه يو ډول ځان اويا د نورو نوماندانو لپاره  تبليغ وکړي له مجازاتو سره به مخامخ شي
د پارلماني انتخاباتود ترسره کولو  لپاره يوه ورځ  پاتې ده چې په دې ورځ  د ٤١٨ ميرمنو په ګډون  ٢٥٦٥تنه نوماندان داستازو دمجلس  د ٢٥٠ څوکيو دترلاسه کولو لپاره  سيالي کوي .
  ختم_  عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته