امنیت

د کورنيو چارو وزير او د چين د عامه امنيت د وزارت معين د ډار اچوونې پرخلاف د ګډې مبارزې په باب خبرې وکړې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٣
د کورنيو چارو وزير نن د چين جمهوريت د عامه امنيت وزارت له مرستيال سره له ډار اچوونې سره د مبارزې په لاره کې د امنيتي مسئلو او سيمه ييزو همکاريو په باب خبرې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
محمد عمر داوودزي د چين د وګړني جمهوريت دعامه امنيت د وزارت له معين سره په کتنه کې د امنيتي مسئلو او د تروريزم پرخلاف د نړيوالې مبارزې په باب خبرې وکړې.
د کورنيو چارو وزير په دې کتنه په دې ترڅ کې چې د تروريزم له اعواملو سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د ژمنو يادونه وکړه؛ هيله يې وکړه چې ټول ګاونډي هيوادونه د ډار اچونې د له منځه وړلو په لاره کې په جدي او شفاف ډول مبارزه وکړي .
د چين اولسي جمهوريت دعامه امنيت د وزارت معين په داسې حال کې چې د ډار اچوونکو په وړاندې د افغان امنيتي مرکزونو اقدامات او برياليتوبونه وستايل؛ ويې ويل چې چين په افغانستان کې د ډار اچوونکو د له منځه وړلو په مقصد چې جرړې يې په پاکستان کې دي؛ د افغانستان له پوليسو سره به لازمې مرستې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته