امنیت

د کورنيو چارو وزارت يو جګپوړى امنيتي مقام شهيد شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١١ :
د ميدان وردګو ولايت يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته  وويل چې د کورنيو چارو وزارت د عامه نظم د انتقالاتو لوا د ارکان رئيس د سپرلۍ موټر نن سهار دکابل _ ميدان ښار په لويه لاره کې په يوه ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې له امله يې د انتقالاتو د لوا رئيس شهيد او دوه تنه نور پوځيان ټپيان شول.
ده طالبان د دغه ماين ښخونې عاملين وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې  پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته