امنیت

د کورنيو چارو وزارت ويندوى : د٢٠١٤ ميلادي کال په بهير کې دوسله والو مخالفينو د تلفاتو شمېر درې برابره زيات شوى دى

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٢ :
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  ٢٠١٤ ميلادي کال  دهېواد دامنيتي ځواکونو لپاره مهم   او دبرياليتوبونو کال  وباله .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
ددغه وزارت ويندوى   صديق صديقي  چې په دې وروستيو وختو کې   په يوه خبري غونډه کې  خبرې  کولې څرګنده کړه  په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې  دانتخاباتو دامنيت تامينول  او دامنيتي مسووليتونو منل دهېواد دامنيتي ځواکونوپه وړاندې له مهمو چلنجونو څخه و چې دغو ځواکونو وکولاى شول  په برياليتوب سره  هغه ترسره کړي .
صديقي دافغانستان دخلکو ددښمنانو ناکامو هلوځلو ته هم اشاره وکړه  او ويې ويل  چې طالبان  او نورې تروريستي ډلې  دسيمې داستخباراتي سازمانونو  او شبکو په همکارۍ   هلې ځلې وکړې  چې په   ٢٠١٤ ميلادي کال کې  دهېواد ځينې برخې  په خپل  کنترول کې ونيسي چې دافغانستان امنيتي ځواکونو  په بې ساري ميړانې اوسرښندنې سره  دښمن  دغو ستراتيژيکي هدفونو ته درسيدو په لاره کې ناکامه کړ .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  په دې بيان سره  چې  په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې  ددښمن  دسر زيان درې برابره  زياتوالى ښي زياته کړه :  چې دافغانستان دخلکو دښمنانو خپلو ناوړو هدفونو ته درسيدو لپاره  خپلې وروستۍ هلې ځلې وکارولې   خو دهېواد  دامنيتي ځواکونوله  سختې ځپنې سره مخامخ شول چې په نتيجه کې  ددوى دتلفاتو شمېر  درې برابره زيات شو. او کوم مشخص هدف يې هم ترلاسه  نه کړ . 
ديو ديرشو ځانمرګو بريدونکو په ګډون د څه دپاسه زرو تنو  ډار اچوونکو نيول   د درې زره ميله وسلو  کشف اوضبطول  ، دڅه دپاسه شپږو زرو ماينونو ، شنډول   او د١٨٣ نقليه واسطو کشفول  چې  په تروريستي فعاليتونو کې کارول کيدل  .
دکورنيو چارو دوزارت  دويندوى   دڅرګندونوله مخې : دهېواد دملي پوليسو  له مهمو برياليتوبونو  څخه  شمېرل کيږي   چې  د٣٨٨ خپلواکو عملياتو او د نورو امنيتي ځواکونو سره د٢٠٤٥ عمليات  د ٢٠١٤ميلادي کال په بهير کې ترلاسه شوي دي .
ده څرګنده کړه چې دهيواد دملي پوليسو له   ځواکونو څخه دنړيوالې ټولنې   غوڅ ملاتړ ته  په پاملرنې   اوله امنيتي ځواکونو څخه دخلکو پراخ ملاتړ ته په پاملرنې سره  په روان ميلادي کال کې   دملي پوليسو ځواکونه  به په زياتې  ځواکمنتيا اوپه لوړې   روحيې   له تروريزم سره دمبارزې  او دهېواد دامنيت  دتامينولو  په کار سره  پيل وکړي  او دافغانستان خلک بايد دهېواد دراتلووونکې  او دخپلو امنيتي ځواکونو په نسبت  انديښنه  ونلري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته