سیاست

د کورنيو چارو وزارت معين: له امنيتي ځواکونو سره د خلکو غوڅ ملاتړ شته

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٤
د کورنيو چارو وزارت معين د هلمند ولايت د نوى امنيه قوماندان د معرفي کولو په وخت کې وويل: په هلمند ولايت د ملي پوليسو ځواکونو د مستقلانه عملياتو د ترسره کولو په لاره کې بشپړتيارى لري.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت اداري معين اکرام الدين ياور د هلمند ولايت د امنيه قوماندان په توګه د مل پاسوال نبي جان ملاخيل د معرفي کولو په مراسموکې وويل: د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت په ګډون د هيواد امنيتي ځواکونو په تيرو ديارلسو کلونوکې ښې مسلکي زده کړې کړې او په پرمختللو تجهيزاتو سمبال شوي دي او د خلکو ملاتړ يې ترلاسه کړى دى.
وروسته د هلمند ولايت سرپرست محمد نعيم بلوڅ په دغه ولايت کې د ملي پوليسو د کړو وړو د ستاينې په ترڅ کې وويل: له امنيتي ځواکونو او په تېره بيا په هلمند ولايت کې له ملي پوليسو سره د خلکو غوڅ ملاتړ او د خلکو د امنيت د تامينولو او سوکالۍ په لاره کې هره ورځ قرباني ورکوي.
دغه راز د کورنيو چارو وزرات معين هلمند ولايت ته د سفر په وخت د دغه ولايت د ملي پوليسو روزنيز مرکز ته لاړ او د دغه مرکز سرتيري ساتنمنان او افسران يې د تعليمي سويې لا زيات لوړولو ته وهڅول او د ٦٠٤ سرحدي زون له منسوبينو سره په کتنه کې يې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او په تېره بيا د پوليسو د جزوتامونو ترمنځ په لا زياتې همغږۍ باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته