سیاستخبرونهTOP

د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال له خپل پاکستاني سیال سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري نن په خپل کاري دفتر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد خُرم آغا په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.
راغلي پلاوي په سیمه کې امنیت د ټولو لپاره ګټور یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه، چې ځینې شته ستونزې حل شي.
خرم اغا د ډېورند کرښې پورې غاړه «بِشام» سیمه کې د روان زېږديز کال د مارچ ۲۶مې برید په اړه خبرې وکړې او په امنیتي برخه کې یې د افغان حکومت د مرستې هیله وکړه.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستيال ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ دغه ډول سفرونه د ستونزو د حل او اړیکو د پراختیا په برخه کې اغېزناک وبلل.
عمري همدارنګه د اسلامي امارت د نېک نیت په اړه ويلي چې افغانستان هسې، چې ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د شر په سیاست باور نه لري او په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولي.
هغه همدارنګه ويلي چې د «بشام ترهګریزه پېښه» یوه بده حادثه وه، مګر ټول باید د خپلو ساحو امنیتي مسؤلیت پر غاړه ولري او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمینه مساعده کړي.
نوموړي پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت دې ته ژمن دی، چې له خپلې خاورې نورو ته د ناوړه استفادې اجازه ور نه کړي؛ له نورو هم ورته هیله لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته