خبرونهامنیتTOP

د کورنيو چارو وزارت د ګرځنده ټليفونونو د خوندیتوب په موخه پرمخ تللی سيسټم فعال کړی دی

کابل، دچنګاښ ۴مه، باختر
د کورنيو چارو وزارت د ګرځنده ټلېفونونو د خونديتوب او غلا کېدو د مخنيوي په موخه د پرمختللي سيستم د رامنځته کولو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع له لوري باختر اطلاعاتي اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېوادوالو د ګرځنده ټلېفونو د ساتنې او خونديتوب په موخه د کورنيو چارو وزارت اړوند انتک رياست د ټلېفونو په اړه ډېر منظم او پرمختللی الکټرونيکي سيسټم رامنځته کړی ترڅو پورې د هېوادوالو شخصي ټلېفونونه په بشپړه توګه خوندي شي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د څه د پاسه يوکال را په دې خوا په دې سيسټم کې د هېوادوالو د ټلېفونونو د ثبت پروسه دوام لري او فورمې هم وېشل شوې دي.
د سرچينې د مالوماتو له مخې; د دې لړۍ په ترڅ کې تر دې دمه ۷۰۴ غلا شوي ټلېفونونه پيدا او خپلو اصلي مالکينو ته سپارل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې ياد وزارت په پام کې لري، څو په راتلونکي کې دا سيسټم د هېواد په ګوټ ګوټ کې عملي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته