امنیت

د کورنيو چارو وزارت د هوايي ډزو په باب تحقيق کوي

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩ :
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هوايي ډزو په  بهيرکې د يو ځوان د  وژل کيدو   او د پنځو تنو  نورو د  ټپي کيدو په باب چې پرون ترسره شول؛ تحقيق کوي.
د  کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو  سره  ويلي دي: يو شمېر افرادو     او اشخاصو  په ډيرو  نازکو او حساسو سياسي  شرايطو کې د شهيد د اوونۍ له نمانځنې څخه په استفادې سره په خپلو وسلو سره په غير قانوني توګه په کابل کې تګ راتګ  وکړ او د  هوايي ډزو په کولو سره د خلکو د ځورونې سبب شول چې دکابل ښار د يوولسمې حوزې په مربوطاتوکې د يوې ګولۍ د راغورځيدو په   نتيجه کې د کابل ولايت د استالف ولسوالۍ اوسيدونکى يوويشت کلن ځوان   فريدون شهيد او د يوماشوم په  ګډون  پنځه تنه نور ټپيان شول.
له همدې امله د هېواد د کورنيو چارو   وزارت د  کابل ولايت   امنيې قوماندانۍ ته  لارښوونه کړې ده هغو شواهدو او تصويري سندونو په  پام کې نيولو سره چې دامنيتي کمرو په  واسطه اخيستل شوي دي؛ د  يو تن د شهادت  او د  پنځو تنو دټپي کيدو څرنګوالى  په  جدي توګه وڅيړي  او د دغې پيښې عاملين وپيژني او د  هېواد عدلي او قضايي مرکزونو ته دې وسپاري .
د کورنيو چارو وزارت دغه  راز د کابل ولايت  امنيې قوماندانۍ ته لارښونه کړې ده  له هغو افرادو  سره  چې په راتلوونکي کې هم دغه شان مناسبتونو څخه ناوړه استفاده وکړي او د امنيت  د ګډوډولو  او  د  کابل د خلکو  د  انديښنې سبب   شي؛ جدي چلند وکړي  او مرتکبين دې تر قانوني څارنې  لاندې  ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته