کابل باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
دکورنيو چارو وزارت دبغلان په ولايت کې پرونۍ پيښه چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول؛ څيړي.
دکورنيو چارو زارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د بغلان ولايت د ملي پوليسو د اطلاعاتوله مخې: پرون د تاله او برفک ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ څلور تنه پوليسان د محکمې له حکم سره سم د څو تنو د جلبولو لپاره د دغې ولسوالۍ د دره اشرف کلې ته استول شوي وو چې جلب شوي کسان محکمې ته حاضرکړي .
پوليس ددغو کسانو د جلبولو لپاره دغې ساحې ته استول شوي وو چې د سيمې خلکو له پوليسو سره په نښتې لاس پورې کړ چې له امله يې د سيمې دوه اوسيدونکي ووژل شول .
دکورنيو چارو زارت د دغې پيښې د څيړنې په مقصد يو هيئت موظف او دغه ولايت ته يې استولى دى .
په همدې حال کې د بغلان ولايت دوه تنه پوليسان چې دغې سيمې ته استول شوي وو؛ نيول شوي دي.
2 1 دقیقه لوستل