سیاستخبرونهTOP

د کورنيو چارو وزارت د تأميناتو معین د چین له سفیر سره په دوه اړخيزو همکاريو خبرې کړي

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باحتر

د کورنيو چارو وزارت د تأميناتو معین مولوي عبدالله مختار په خپل کاري دفتر کې د چين له سفير ژاوشينګ سره وکتل.

دغه وزارت په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو پر ښه ګاونډیتوب، د سوداګریزې او راکړې ورکړې په پراختيا او دغه راز په دوه اړخيزو همکاريو خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په دې کتنه کې دغه راز د چين سفیر په هېواد کې روان پرمختګونه يو ښه زېری بللی او ژمنه یې کړې چې له اسلامي امارت سره به بشپړه همکاري کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته