کابل / باختر د لړم د مياشتې ٣ :
جمهور رييس غني ټينګار کړى دى چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندانان دې بايد مجرب او مسلکي کسان و اوسي او د سيمه ييزو پوليسو ځواکونه دې تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تنظيم شي.
دغه امر له هغه وروسته صادر شو چې په ځينو ولايتونوکې د سيمه ييزوپوليسو د افرادو او قوماندانانو کړو وړو او ناوړو چلندونو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي، آن د امنيتي بنسټونوپه وړاندې يوشمېرهېوادوالو د بې اعتمادۍ سبب شوى دى.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنيت د کميسيون غړو د جمهور رييس د خبرو په هرکلي سره ويلي دي چې د کورنيو چارو وزارت بايد په دې برخه کې کلونه کلونه مخکې پاملرنه کړې واى.
د دغه کميسيون يوه غړي په دې باندې په نيوکې سره چې په هېوادکې د نږدې نيمايي نا امنيو دليل د سيمه ييزو پوليسو نا مناسب چلند دى.
د دغه کميسيون غړي ټينګارکوي چې سيمه ييز پوليس منسجم او قانونمند شي او د کورنيو چارو وزارت وايي چې د سيمه ييزو پوليسو د اصلاح په لاره کې يو لړ تدبيرونه ترلاس لاندې دي.
سره له دې چې دکورنيو چارو وزارت مقامات په سيمه ييزو پوليسو لګول شوي تورونه تر يوې اندازې پورې مبالغه بولي؛ د دغه وزارت دامنيتي چارومعين محمد ايوب سالنګي ويلي دي چې د جمهور رييس له نوې لارښوونې سره سم د سيمه ييزو پوليسوپه برخه کې داصلاحاتو بهير ته په بشپړ جديت او شفافيت سره دوام ورکوي چې د دغو ځواکونو لپاره نوى وضع شوى چوکاټ د ټولو د منلو وړ وي .
0 1 دقیقه لوستل