کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه
د کورنيو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي وايي چې له دې وروسته به په اوونۍ کې يو ځل په مستقيم ډول د دغه وزارت له منسوبينو سره وګوري چې په کورنيو چارو وزارت کې موجودې ستونزې او ننګونې په مستقيم ډول وڅيړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه پروګرام پرون پيل شوى دى.
مسعود اندرابي وايي چې د پنجشنبې په ورځوکې له غرمې وروسته، په وخت د ستونزو او چلنجونو د څېړنې په موخه د پوليسو له منسوبينو سره په مستقيم ډول ګوري او د هغوى ستونزې به وڅېړي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وويل چې له دې وروسته د دې اړتيا نشته چې د ملي پوليسو منسوبين په کورنيو چارو وزارت کې د خپلو ستونزو د لرې کولو لپاره مشرانو او وکيلانو ته ورشي.
ختم-ج -اکرم
1 1 دقیقه لوستل