خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د سلواغې ۸ مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ (د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت: پاکستان د خپلو ناکامیو پړه پر نورو اچوي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا څرګندونې په حقیقت کې د مسلمان ملت ارزښتونو ته سپکاوی دی.
د افغان غږ(آوا) خبري سايټ ( په بدخشان کې له روسۍ الوتکې څخه د یومیلیون ډالرو غلا تکذیب؛ پیلوټ: په الوتکه کې هیڅ پیسې نه وې ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
په داسې حال کې چې له دې مخکې د هېواد ځينو رسنيو ويلي وو چې له دغې الوتکې څخه چې په بدخشان کې يې بېړنۍ ناسته کړې يو ميليون دوه سوه زره ډالره غلا شوي، خو په مسکو کې د دې الوتکې پيلوټ دغه خبر رد کړ او ويې ويل: ” په الوتکه کې هیڅ پيسې نه وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته