د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه
کابل، د مرغومي۲۰مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د اسپوتنیک خبري سایټ ( روسیه په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرسته ) ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په افغانستان کې د طبیعي پیښو له امله زیانمن شويو خلکو ته درمل، ځانګړي طبي تجهیزات او د موقتي سرپناه جوړولو تجهیزاتو په ګډون بشري مرستې رسولې دي.
د طلوع نيوز خبري سايټ ( د کابل په هوايي ډګر کې د سوداګرو د انتظار خونه پرانیستل شوه) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د کابل په هوايي ډګر کې د سوداګرو د انتظار خونه د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت له خوا پرانيستل شوه.