د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه
کابل، د لیندۍ ۱۴مه، باختر
يو شمېرکورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د افغان غږ(آوا) خبري سايټ ( د نړیوالو اړیکوکارپوهان: نړۍ هغه وخت کولای شي د افغانستان د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي) ترعنوان لاندي ليکلي دي.
د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي چې د نړۍ او سیمې هیوادونه هغه وخت کولای شي د افغانستان د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي چي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي ځکه د رغنده خبرو اترو له لارې کولای شو یوې اساسی حل لارې ته ورسیږو.
د نړیوالو اړیکو کارپوه توریالی صمدي وايي، چې د نړیوالو او سیمه ییزو غونډو ترسره کول هغه مهال اغېزمن دي چې د اسلامي امارت استازی پکې شتون ولري، که نه نو د غونډو جوړول د وخت ضایع کول دي.
هغه همدا راز څرګنده کړې: که د نړۍ او سیمې هېوادونه په رښتیا د افغانستان د خلکو امنیت او مرسته غواړي، باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.
د طلوع نيوز خبري سايټ (په ۲۸ کاپ کې د اسلامی امارت د نه بلنې له امله پیښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت نیوکه ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
پیښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت اعلان کړی، چې تېر کال په هېواد کې د اقلیم د بدلون له امله شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان اغېزمن شوي دي.
د اقلیم د بدلون په غونډو کې د افغانستان د استازي پر نه بلنې د انتقاد په ترڅ کې د دغه وزارت ویاند جانان سایق وویل چې په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د استازي نه بلل د هېواد په زیان دي.
د اطلاعات روز خبري سایټ (اسلامي امارت: افغانستان په ۱۱ میاشتو کې یو میلیارد او ۷۱۷ میلیونه ډالره صادرات کړي دي) ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ادعا کوي چې افغانستان د روان کال په ۱۱ میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، یاد دفتر د صادراتو دغه اندازه یو بې ساری ګام بولي.