د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د لیندۍ۱۳مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د طلوع نيوز خبري سايټ (تر دې مهاله څه د پاسه۴۵۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي چې د افغان مهاجرینو د ایستلو لړۍ لا هم دوام لري او دوی هڅه کوي چې د بېرته راستنېدونکو افغانانوستونزو ته رسیدګي وکړي.

د افغان غږ(آوا) خبري سايټ (د پوهنتونونو او ښوونځیو لپاره د نوي نصاب د چمتو کولو  د پروسې پر چټکتیا د اسلامي امارت د مشرتابه ټینګار) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت مشرتابه د حکومت د نصاب د بیا کتنې کمېټې ته لارښوونه کړې چې د پوهنتونونو او ښوونځیو د تحصیلي او تعلیمي نصاب د چمتو کولو بهیر چټک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته