خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د لیندې ۵مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د اسپوتنیک خبري سایټ ( په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې  څه د پاسه ۸۵ زره ټنه انتقالات) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د اورګاډي له لارې نږدې ۸۶ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د اطلاعات روز خبري سایټ ( ازبکستان په نړایولو غونډو کې د اسلامي امارت د ګډون غوښتنه کړې) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د ازبکستان جمهور رییس شوکت میر ضیایوف په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت ګډون اړین وباله او ویې ویل چې په دغو غونډو کې د اسلامي امارت له حضور پرته مثبتې پایلې نه شي ترلاسه کیدای.

د طلوع نيوز خبري سايټ (له پاکستان څخه هېواد ته د افغانانو د پانګو د لېږد لپاره د یوې کمېټې جوړول) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

اسلامي امارت له پاکستان څخه هېواد ته د افغانانو د پانګو د انتقال لپاره د یوې کمیټې          د جوړولو خبر ورکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوزته وویل چې دغه کمېټه د افغانانو د شتمنیو د انتقال په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابروي او همدارنګه راستنېدونکو مهاجرینو ته د کار زمینه برابروي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته