خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د لیندۍ اوله، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د افغان غږ (آوا) خبري سايټ (په تخار کې سیلاب ځپلو ته د استوګنې د نمرو د وېش بهیر پیل شو ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د تخارسیمه ییز مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د سېلاب ځپلو کورنیو ته د استوګنې د نمرو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

هغوی ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله  ۱۴۷ زیانمنې شویو کورنیو ته چې کورونه یې ويجاړې  شوې د استوګنې نمرې وېشل کیږي چې هرې کورنۍ ته شپږ بسوه ځمکه په پام کې نیول شوې ده.

د طلوع نيوز خبري سايټ ( له ملګرو ملتونو د اسلامي امارت غوښتنه: محدودیتونه دې لرې او د تعامل لاره دې ونیول شي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر اسلامي امارت محدودیتونه او بندیزونه لرې او د تعامل لاره دې غوره کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته