سیاست

د کورنيوچارو وزارت د خاصو قطعاتو قوماندان او مرستيال ته يې د ميړانې مډالونه ورکړل شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم د کورنيوچارو وزارت د خاصو قطعاتوعمومي قوماندان پاسوال اسدالله شيرزاد او د کورنيو چارو وزارت د خاصو قطعاتو مرستيال عبدالرقيب مبارز ته د ميړانې مډالونه ورکړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې نن په همدې مقصد د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوې وه؛ لومړى د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال د کورنيو چارو وزارت د خاصې قطعې د افسر عبدالمتين روح ته چې د مزارشريف په لويه لاره کې شهيد شو؛ دعا وکړه. د هيواد د امنيتي ځواکونو زړه ورتيا، ميړانې او ژمنې د قدر وړ وبللې.
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت د خاصو قطعاتو عمومي قوماندان پاسوال اسدالله شيرزاد د جمهوري رياست د سرپرست او لومړي مرستيال له خوا دوى ته د ميړانې د مډال د ورکولو او د هغوى د هڅونې له امله د خوښۍ په ترڅ کې د جمهوري رياست له سرپرست څخه مننه او قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته