ټولنه

د کهسان او رباط سنګي نوي ولسوالانو په کار پيل وکړ

کابل باختر دلړم دويمه :
د هرات ولايت دکهسان او رباط سنګي نوي ولسوالان خپلو همکارانو ته يې معرفي  شول .
د هرات د ادارې د لزوم ديد له مخې، امين الله سروري د رباط سنګي د ولسوال  او امير محمد هفت بلا  د کهسان د ولسوال په توګه ټاکل شوي او نن په يوه غونډه کې د ولايت د مالي او اداري رييس محمد نعيم بهير له خوا خپلو همکارانو ته  يې معرفي شول .
د دغو مسوولينو د معرفي کولو په غونډه کې له ولسوالانو او نورو حکومتي برخو سره د خلکو د ملاتړ، د امنيت د ټينګښت، انډوليزې پرمختيا او د هرات د سيمه ييزې ادارې له خوا په بېلابېلو برخوکې د ټولګټو پروژو په اجرا کولو ټينګار وشو او له نويو ولسوالانو څخه وغوښتل شول چې د هېواد د رښتينو بچيانو په توګه خپلې دندې په صداقت او هېواد ته د خدمت په ژمنې سره ترسره کړي .
  ختم_ شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته