د کندهار ښاروالۍ بېلا بېلې پرمختیايي پروژې پلي کړي

کابل، د سلواغې ۲۳ مه، باختر

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، چې یادې ښاروالۍ په دغه ولایت کې بېلا بېلې پرمختیايي پروژې پلي کړې دي.

د کندهار د ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د ۱۴۰۲ کال له پیله یې د ۲۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت په ښار کې بېلا بېلې مهمې پرمختیايي پروژې پلي کړې دي.

د یادونې وړده، چې دغه  ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال لپاره ۴۲۸ میلیونه افغانۍ پرمختیايي بودیجه ځانګړې کړې ده، چې پاتې نورې یې په روان کال کې به په په نورو مهمو پرمختیايي پروژو ولګول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته