خبرونهټولنه

د کندهار په ګمرک کې ۵۰ ټنه بې کیفیته توکي وسوځول شول

کابل، د غبرګولي ۱۳مه، باختر 

د کندهار د ګمرک مسوولینو د دغه ولایت په ګمرک کې د ۵۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو د راټولولو او سوځولو خبر ورکړی دی.

سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د کندهار په ګمرک کې له تېرو څو کلونو راپه دې خوا ۵۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره تر ډېره هېواد ته د بې کیفیته توکو د واردولو مخه نیول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته