خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کندهار والي د هېواد د ۳۴ ولایتونو له سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د کندهار والي ملا شیرین اخوند په مقام کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو څخه راغلو سوداګرو او صنعت‌کارانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ټول هېواد په کچه د سوداګرۍ او صنعت د پراختیا پر لارو چارو، د سوداګرۍ او صنعت په وړاندې د پرتو ستونزو او حل‌ لارو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

دوی د اسلامي امارت له مسوولینو مننه وکړه، چي تل یې د دوی غوښتنو او ستونزو ته پر وخت رسېدنه کړې ده.

راغلو سوداګرو او صنعت‌کارانو یو شمېر ستونزې هم شریکې او د حل په موخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته مهال ملا شیرین اخوند له ټولو مننه وکړه، چې په هېواد کې دننه یې پانګونه کړې او زرګونه هېوادوالو ته یې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي دغه راز د ستونزو د حل په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.

‏9:30 سهار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته