د کندهار ـ هرات لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د کندهار ـ هرات لویې لارې ۹۶ کیلومتره سړک او ۳۹ تخریب شویو پلونو د بیارغونې چارې پیل شوې.
دا پروژه د اسلامي امارت له بودیجې او د ټولګټو چارو ریاست د انجنیري او ماشینرۍ په واسطه جوړېږي.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختمان برخې آمر انجنیر نثار احمد نصرت وویل پردې پیل شوې پروژې به ۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې د څلورو میاشتو په موده کې به يې د بیارغونې چارې بشپړي شي.
بلخوا موټرچلونکي د دې پروژې پر پیل خوښي ښيي او وايي چې ټولې شته ترانسپورټي ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته