خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کندهار صنعتکارانو او سوداګرو خپلې غوښتنې د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس  سره شریکې کړې

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه، کندهار ته د خپل سفر په بهیر کې، د دغه ولایت له صنعت کارانو او سوداګرو سره وکتل.

د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د کندهار صنعتکارانو او سوداګرو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، د یادو سوداګرو او صنتعکارانو د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو په اورېدو سره؛ امکاناتو ته په کتو دوی ته د برېښنا ستونزو حل او آسانتیاوو پراختیا ډاډ ورکړی دی.

تر دې وړاندې هم د برېښنا شرکت رهبري د هېواد بېلابېلو زونونو ته په سفر کې، له سیمه ییزو سوداګرو او صنعتکارانو سره لیدلي او د برېښنا خدماتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته