د کندهار د سرب او جستو د پلور داوطلبي ترسره شوه

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
د کانونو او پټروليم وزارت او داوطلبو شرکتونو د مسئولينو په شتون، د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د بي بي ګوهر سیمې د څه باندې ۷۵۲ ټنه استخراج شویو سرب او جستو داوطلبي ترسره شوې ده.
د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې؛ په ياده داوطلبۍ کې د ګډون کوونکو شرکتونو د استازو له جملې څخه ګلبدین د داؤد زوی د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د بي بي ګوهر سیمې د ۷۵۲.۱۴ ټنه استخراج شویو سرب او جستو يو ټن د ۴۲ زره ۱۴۰ افغانیو په قیمت سره ګټونکی اعلان شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته