خبرونهفرهنګTOPټولنه

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته تاریخي اثار وسپارل شول

کابل، د سلواغې ۸ مه، باختر

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د یاد ریاست اړوند موزیم ته د ۶ قلمه تاریخي آثارو د سپارلو خبر ورکړی دی.

د یاد ریاست د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند باختر اژانس ته وویل، چي د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر د سرحدي پولیسو لخوا شپږ قلمه منقول اثار چي پکې  جک، ساپي، چاقو، کټو، مډال او کوچنۍ مسي ګډوه شامل دي، د بهرنیانو له خوا بهر ته د لېږدولو پر مهال تر نیول کېدو وروسته موزیم ته وسپارل.

د نوموړي  په وینا، نیول شوي تاریخي اثار شاوخوا تر ۱۰۰ کالو زیات تاریخي لرغونتیا لري، چې د ثبت او سجل پروسې وروسته به د اطلاعات او کلتور ریاست اړوند میوزیم کې نندارې ته وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته