خبرونهفرهنګTOP

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند موزیم د نوې ودانې د لومړي فاز د ترمیم چارې پای ته ورسېدې

کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د یاد ریاست اړوند د موزیم د نوې ودانۍ د لومړي فاز د ترمیم چارو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني د باختراژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ریاست اړوند د موزیم د نوې ودانۍ لومړي فاز د ترمیم چارې، چې د ودانۍ رنګول، د دروازو جوړول او د مزایکو لګول شامل و، پای ته رسېدلي او ډېر ژر به په دویم پړاو کې د دغې نوې ودانۍ د مزایکو د پاکوالي او له پخواني ځای څخه نوي ځای ته د تاریخي اثارو او نندارتون د انتقالولو او ځای پرځای کولو بهیر هم پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد موزیم لپاره د نوې ودانۍ د ترمیم چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د فرهنګي میراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې CHACRI له خوا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست ترڅارنې لاندې څو میاشتې مخکې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته