خبرونهاقتصادټولنه

د کندهار د احصائيې او معلوماتو ریاست په عوایدو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل، د سلواغې ۲۱ مه، باختر

د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو د یاد ریاست په عوایدو کې د ۶۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس مفتي محمد خان د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د ۱۴۰۲ لمریزکال د وري له میاشتې څخه تر مرغومې میاشتې پورې یې ۶۵ میلیونه ۴۸۵ زره ۲۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر ۱۴۰۱ کال د همدې لسو میاشتو په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې د ۱۲۵۰۰۰ او ۴۵ برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو ترڅنګ ۴۸ زره ۳۴۲ کاغذیي پيژند پاڼې هم وېشل شوې دي.

د یادونې وړده، چې یاد ریاست د جنوب لوېدیځ په کچه مراجعین لري چې په ورځ کې شاوخوا ۳ زره مراجعین د مختلفو چوپړتیاوو د اجرا کولو په موخه مراجعه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته