امنیت

د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د وسله والو طالبانو له شتون څخه د کندزښار د شاوخواسيمو د پاکولو په موخه عمليات تېره شپه پيل شول.
د ٢١٧ پاميرقول اردو قوماندان تورنجنرال نبي الله ميرزايي نن باختر آژانس ته وويل چې د افغان ځواکونو دغه ګډ عمليات دپامير١١٠ په نامه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د کندز ښار د شاوخواسيمو د بشپړ پاکولو په موخه له څو استقامتونو څخه پيل شوي دي.
هغه زياته کړه: دغه عمليات د کندز د خلکو په غوښتنه پيل شوي او د وسله والوطالبانو له شتون څخه د کندز ښار د شاوخوا سيمو تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته