سیاست

د کندز ولایت ولايتي شورا د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان سره وکتل

کابل – باختر- د تلې ۲٣مه
د کندوز دولایتي شورا رئیس او غړو پرون د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمدخان سره وکتل.
داجرائيه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د کندز د ولایتي شورا وکیلانو په یو غږ دکندز ولایت او خلکو ته داوښتو زیانونو په اړه د مرکزي حکومت او چارواکود جدي پاملرنې غوښتننه وکړه.
د کندزد ولایتي شورا رئیس محمدیوسف ایوبي د نورو په استازیتوب وویل چې د کندز ولایت د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله سقوط وکړ او زیاته يې کړه د کندز ولایت چې یو ستراتیژیک ارزښت لري، وروسته له دې باید له پامه ونه غورځول شي.
ایوبي وویل که مرکزي حکومت له خلکو سره ژرترژره مرستې ونه کړي دوي به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي .
د کندز دولایتي شورا غړي جمال عبدالناصر هم د کندز ولایت له زیانمنو شویو خلکوسره د عاجلې مرستې او د بې ځایه شویو خلکو بیرته ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه اوترڅنګ يې دغه ولایت ته په دایمي ډول دزیاتو ځواکونو ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د کندز د ولایتي شورا د غړو غوښتنې پرځای وبللې اوډاډ يې ورکړ چې مرکزي حکومت همدا اوس څوبیلابیل کمسیونونه ټاکلي ترڅو د کندز له خلکو سره د مرستې لپاره لاس په کارشي .
ده وویل چې د کندز د خلکو په استازیتوب تاسوته ډاډ درکوم چې مرکزي حکومت په ټول هیواد کې امنیتي ننګونوته جدي متوجه دی او انشا الله ډیر ژر به په ټول هیواد کې پراخ عملیات پیل شي.
انجینیر محمدخان زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ دامنیت د ټینګښت په موخه خپل ځانونه نذارنه کوي خو باید ووایم چې مکار دښمن تل په دې هڅه کې دى چې په ښارونو او ګڼ ميشتوسيمو بريدونه وکړي.
ده وويل  چې په ښارونو بريدونه او هلته له دښمن سره جګړه له شک پرته هیوادوالوته ستونزې رامنځ ته کوي او له همدې امله مرکزي حکومت په دې برخه کې ډیر په احتیاط ګام اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته