اقتصاد

د کندز ولايت د سودا ګرۍ او صنايعو رياست اتلس ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥  نيټه  :
دکندز  ولايت دسودا ګرۍ اوصنايعو رياست دروان کال  په لومړيو نهو مياشتو کې  له خصوصي برخو څخه څه دپاسه اتلس ميليونه افغانۍ عوايدراټول کړي دي.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې ؛  دغه ټکى  دکندز ولايت  دسوداګرۍ اوصنايعو رئيس غلام علي عيدي زاده  په دغه و لايت کې  دخصوصي برخو   دهمغږ ۍ په غونډه کې بيان کړ او ويې ويل چې د روان کال ترپاى پورې به ددغې ادارې  عوايد شلو ميليونو افغانيو ته ورسيږي .  ده زياته کړه  چې دروان کال  په لومړيو نهو مياشتو کې  شپږسوه يو شپيته تجارتي  جواز ليکونه ويشل شوي دي.
په دې غونډه کې   دکندز ولايت  د لبنياتو د اتحاديې مسوول محمدظاهر وفا
وويل  چې بايد په دغه ولايت کې دبهرنيو  توليداتو دوارداتو او دغه راز دغير رسمي پلورنو مخه ونيول شي ځکه کورني توليدات اوس کافي حد ته رسيدلي دي .
دغه راز يوشمير نورو سوداګرو هم دباخترآژانس له سيمه ييز خبريال سره په خبرو کې  په دغه ولايت کې  دامنيتي حالت له امله دانديښنې په څرګندولو سره  ، له دولت څخه وغوښتل  چې دسوداګرو  دامنيت  دتامينولو په برخه  کې دې   جدي پاملرنه وکړي. پاى ف   ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته