ټولنه

د کندز والي د سولې په تامين کې د رسنيو پر رول ټينګار وکړ

کابل/ دلړم ٢٢مه/باختر
د کندز والي وايي چې د رسنيو رول د سولې په ټينګښت او د جګړې په پاى ته رسولوکې د هر بشري او تسليحاتي ځواک څخه لوړ دى.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د کندز والي عبدالجبار نعيمي چې د خبريالانو او د رسنيو له کارکوونکو سره يې په دغه ولايت کې په يوه مشورتي غونډه کې خبرې کولې؛ دغه ټګى بيان کړ.
د کندز والي دغه راز وويل چې د کندز سيمه ييز حکومت د رسنيو ښه همکار دى او هغوى ته مناسبې کاري زمينې برابروي.
د کندز والي زياته کړه چې د اداري فساد په مخنيوي او په دغه ولايت کې په پرمختيايي پروژوکې د کاري کيفيت په ښه والي کې د رسنيو رول ځانګرى ارزښت لري.
په غونډه کې د شمال ختيځې حوزې خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو د خبريالانو او د رسنيو د امنيت د تامين، له رسنيو سره د دولتي بنسټونو لږه همکاري، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي، د ضد او نقيصو شمېرونو وړاندې کولو په برخوکې د خپل کار د لارې پر سر پرتې ستونزې او ننګونې له والي سره شريکې کړې او د کندز والي د دغو ستونزو د لرې کولو ژمنه وکړه.
پاىجذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته