د کندز مخورو د دغه ولایت ستونزې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې

کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، د کندز ولایت د ولسوالیو له مشرانو او متنفذینو سره کتلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې یادو مشرانو او مخورو، د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت د کاني سرچینو د مدیریت په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ کړنې ستایلي؛ د کندز د خلکو ستونزې او غوښتنې یې شریکې کړي او د رسېدنې غوښتنه یې کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د هغوی د وړاندیزونو، ستونزو او غوښتنو په اورېدو سره؛ د یاد ولایت خلکو ته د کانونو د قانون او مقرراتو له مخې د ستونزو د حل او آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته