کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٣ :
هغه څلورسوه قلمه کومکي درمل چې دهېــواد د خير غوښتوونکو سوداګـــرو له خوا برابر شوي و نن دکندز ولايت دعامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.
دکندز ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر سعد مختار دباخترآژانس خبريال ته وويل : پنځه ټنه ډول ډول درمل چې ٤٥٠ قلمه درمل کيږي دهېواد دملي سوداګرو له خوا دکندز ولايت د وروستيو جګړو د ټپيانو او اړو ناروغانو د درملنې په مقصد برابر شوي و ، نن د کندز ولايت ته وليږدول شول او دغه رياست ته وسپارل شول.
ده زياته کړه : اوس ټول روغتيايي خدمتونوپه فرعي روغتون او پنځه شپيتو کلينيکونو کې په عادي ډول دوام لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ