د کندز له زندان څخه ۴۲ تنه زندانیان ازاد او د ۱۱۴ نورو د بند موده کمه شوه

کابل د سلواغې ۳مه، باختر
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان په اساس، د کندز ولایت له مرکزي زندان څخه ۴۲ بندیان ازاد او د ۱۱۴ نورو د بند موده کمه شوه.
د یاد ولایت د زندانونو د چارو د تنظیم رییس قاري محمد انور بشیر باختر آژانس ته ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه ۴۲ بندیان ازاد شول او د ۱۱۴ نورو د بند موده شوې ده.
دغه راز ازاد شوي زندانيان د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان هرکلی کوي او وایي، چې دا اقدام د هغوی لپاره د اصلاح او نوي پیل یو ښه فرصت دی.