خبرونهاقتصادTOP

د کندز ـ مزار لویې لارې داېرګنک سړک چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د کندز ـ مزار لویې لارې داېرګنک سړک چې ۳۶ کېلو متره اوږدوالی لري د ۲۱۷ عمري قول اردو له لوري په اساسي ډول له بیا رغېدو وروسته نن د سیمه ییزو مسوولینو له‌ خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په شمال ‌ختیځ زون کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان‌الدین منصور باختر آژانس ته وویل یاده لار چې ۳۶ کېلو متره اوږدوالی لري د یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د انجنزي کڼډک له لوري د ۱۵۰ ميليونو افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ورته مهال په یاده لویې لار کې موټر چلوونکي او مسافرين د اسلامي امارت څخه د دغه لارې د بیارغولو له امله مننه کوي او وايي چې په دې سره تګ راتګ کونکو ته د پام وړ اسانتياوې برابرې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته